د ملګرو ملتونو د ښځو د سولې او بشردوستانه فنډ ویاړي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د خوندیتوب د زیاتولو او په بشردوستانه کړکیچ په پالن کولو او ځواب ویلو کې د ښځو ګډون او رهبري د لوړولو لپاره د پروپوزلونو بلنه اعلان کوي.
WPHF هڅه کوي د لاندې تمویل جریانونو له لارې په افغانستان کې وړ محلي سازمانونه او نوښتګرې پروژې مالي تمویل کړي:
- سازماني فنډ له 2,500 USD څخه تر 30,000 USD پوري
د سیمه ایزو مدني ټولنې سازمانونو د بنسټیز ظرفیت پیاوړتیا لپاره چې د ښځو، سولې او امنیت اجنډا په پلي کولو کې کار کوي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې دوی د دې توان لري چې خپل ځان وساتي او خپل اغیز ښه کړي (د WPHF اغیزې ساحې 1 سره سمون لري).
- پروګراماتیک فنډ له 30,000 USD څخه تر 200,000 USD پوري
د مدني ټولنې د هغي سازمانونو د پروګراماتي فعالیتونو تمویل کول چې (i) په بشري بحران او غبرګون کې د ښځو ګډون او مشرتابه ته وده ورکوي (د WPHF د اغیزې ساحې 3 سره سمون لري) یا (ii) چې د ښځو او نجونو خوندیتوب ته وده ورکوي (د WPHF اغیزې ساحې 5 سره سمون لري).
بشپړ درخواست باید دلته ایمېل کړئ WPHFAPPLICATIONS@UNWOMEN.ORG چي عنوان یې “WPHF Afghanistan” وي.
د درخواست اخیري نېټه: 6 فبروري 2023
د ۲۰۲۳ کال د جنوری میاشت په ۱۲ نیټه د کابل په وخت سهار ۱۰ بجی به د احتمالی غوښتونکو سره معلوماتی غونډه جوړه شی. د خپلې دلچسپئ د راجسټر کولو لپاره مهرباني وکړئ د 9 جنورۍ 2023 تر نیټې پورې د “Information Session Afghanistan” موضوع لیکې سره submissions.GiHA@unwomen.org ته ایمیل واستوئ.