په افغانستان کې د پروپوزلونو د بلنې

English دری

د ملګرو ملتونو د ښځو د سولې او بشردوستانه فنډ ویاړي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د خوندیتوب د زیاتولو او په بشردوستانه کړکیچ په پالن کولو او ځواب ویلو کې د ښځو ګډون او رهبري د لوړولو لپاره د پروپوزلونو بلنه اعلان کوي.

WPHF هڅه کوي د لاندې تمویل جریانونو له لارې په افغانستان کې وړ محلي سازمانونه او نوښتګرې پروژې مالي  تمویل کړي:

  • سازماني فنډ له 2,500 USD څخه تر 30,000 USD پوري

د سیمه ایزو مدني ټولنې سازمانونو د بنسټیز ظرفیت پیاوړتیا لپاره چې د ښځو، سولې او امنیت اجنډا په پلي کولو کې کار کوي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې دوی د دې توان لري چې خپل ځان وساتي او خپل اغیز ښه کړي (د WPHF اغیزې ساحې 1 سره سمون لري).

  • پروګراماتیک فنډ له 30,000 USD څخه تر 200,000 USD پوري

د مدني ټولنې د هغي سازمانونو د پروګراماتي فعالیتونو تمویل کول چې (i) په بشري بحران او غبرګون کې د ښځو ګډون او مشرتابه ته وده ورکوي (د WPHF د اغیزې ساحې 3 سره سمون لري) یا (ii) چې د ښځو او نجونو خوندیتوب ته وده ورکوي (د WPHF اغیزې ساحې 5 سره سمون لري).

بشپړ درخواست باید دلته ایمېل کړئ WPHFAPPLICATIONS@UNWOMEN.ORG  چي عنوان یې “WPHF Afghanistan” وي.
د درخواست اخیري نېټه: 6 فبروري 2023

د ۲۰۲۳ کال د جنوری میاشت په ۱۲ نیټه د کابل په وخت سهار ۱۰ بجی به د احتمالی  غوښتونکو سره معلوماتی غونډه جوړه شی. د خپلې دلچسپئ د راجسټر کولو لپاره مهرباني وکړئ د  9 جنورۍ 2023   تر نیټې پورې د “Information Session Afghanistan”  موضوع لیکې سره submissions.GiHA@unwomen.org ته ایمیل واستوئ.

په پراخه توګه یې له هغو خلکو سره شریک کړئ چي تاسي ورسره تماس لرئ او نن درخواست ورکړئ.

Afghanistan Call for Proposals doc iconAfghanistan Call for ProposalsPashto doc iconProposal Template Stream 1Pashto doc iconProposal Template Stream 2Pashto doc iconIndicator Tip Sheet, Institutional FundingPashto doc iconIndicator Tip Sheet, Impact Area 3: Humanitarian ResponsePashto doc iconIndicator Tip Sheet, Impact Area 5: ProtectionPashto