د جګړې او بحران په اغیزمنو هیوادونو کې د بشري حقونو د ښځینه مدافعینو د ساتنې او ګډون ملاتړ

د ښځو د سولې او بشردوستانه فنډ (WPHF) د بشري حقونو ښځینه مدافعینو (WHRDs) لپاره تمویل کړکۍ

English Français Español العربية دری

د ښځو د سولې او بشردوستانه فنډ  کړکۍ د بشري حقونو ښځینه مدافعینو لپاره–  د غیر دولتي سازمانونو سره په ملګرتیا کې –په هغو WHRDs لپاره چې په بحران او جګړه ځپلو سیمو کې اوسیدونکي دي یا به هغو سیمو کار کوي، چټک، انعطاف وړ تمویل او مستقیم لوژستیکي ملاتړچمتو کوي.  

د WHRD کړکۍ کولی شي ښځو، هغه څوک چې د ښځو په توګه پیژندل کېږي، چې لیزبین، ګی، ټرانسجیندر او انټر سیکس (LGBTI) د بشري حقونو مدافعین پکې شامل دي، ملاتړ وکړي چي په انفرادي یا جمعی کښې/له نورو سره په ګډه، په رسمي یا غیررسمي توګه، د انساني حقونو، په شمول د ښځو د حقونو ته پراختیا ورکوي یا کار ورسره کوي، په پرامنه توګه، په ځای، ملي، سیمه ایزه او نړئ واله کچه په هغو ځایونو کښې چي جګړې او کړکېچ ځپلي وي. 

بشري حقونو د مدافعینو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمشنر دفتر د تعریف له مخې او د راپورونو پر بنسټ A/HRC/16/44 (2010) پاراګراف 30 او A/HRC/40/60 (2019)، 12 پراګراف د بشري حقونو د مدافعینو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ، او همدارنګه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې 68/181 پریکړه لیک 2013. 

د انساني حقونو ښځینه مدافعینو لپاره د WPHF تمویل دریڅه د WHRDs سره د دوو جریانونو له لارې مرسته کوي: 

  • خوندي شبکه، د نادولتي مؤسسو شریکانو سره په ملګرتیا کې (انعطاف منونکی تمویل له لارې – تر 10,000 امریکایي ډالرو پورې) چي بېړني لګښتونه ور پوره کړي لکه د ژوند لنډې چارې او د خوندیتوب لګښتونه په ګډون د (خو فقط دا نه ده): سامان او تجهیزات (کمپیوټرونه، سیکیورټي کامرې)، انټرنېټ، ځاني وزله، د حقوقی مرسته، د کډې کولو لګښتونه، او داسې نور.  
د وړتیا معیارونو چک کولو لپاره دلته کلیک وکړئ او خوندي غوښتنلیک وسپارئ.
د خوندي شبکه: اوس فعاله دی.

 

  •  ایډووکېسي سپورټ (د مستقیمې لوجسټیکي ملاتړ): د لوجیسټیکي لګښتنونو تنظیم او پوره کول (لکه ټرانسپورټ، د ویزې فیس، استوګنه، ژباړه، د روځې د ګوزارې پیسې، معلولینو WHRDs لپاره د لاسرسي مرسته) چي ګډون وکړي یا په انفرادي توګه یا په پلاوي کښې په یوې غونډې، برنامې یا پرېکړه کونکي بهیر کښې، په ملي، سیمه ایزه یا نړئ واله کچه، چي د انساني حقونو او امن راوستلو لپاره وي. 
د وړتیا معیارونو چک کولو لپاره دلته کلیک وکړئ او خوندي غوښتنلیک وسپارئ.
د ایډووکېسي سپورټ جریان: اوس فعاله دی.

د WHRDS لپاره د WPHF دریڅه په هکله د عمومي معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ له WPHF-WHRD@UNWOMEN.ORG  سره اړیکه ونیسئ.

دا سرچینې وپلټئ ترڅو د بشري حقونود ښځینه مدافعینو لپاره د WPHF تمویل کړکۍ او د هغې اهدافو په اړه نور معلومات زده کړئ.  

doc iconد ښځو د سولې او بشردوستانه وجهي صندوق د WHRDs دریڅه کړکۍ په اړه لنډیزPashto

د بشري حقونود ښځینه مدافعینو او په ټوله نړۍ کې د دوی د کار په اړه نور معلومات ترلاسه کولو لپاره لاندې وګورئ: 

د بشري حقونود ښځینه مدافعینو لپاره د تمویل نور میکانیزمونه