د انساني حقونو ښځینه مدافعینو (WHRDs) دریڅه د غوښتنلیک فورمه

خوندي شبکه (انعطاف منونکی فنډ)

English Français Español العربية دری

خوندي شبکه د بشري حقونو د ښځینه انفرادي مدافعینو (WHRD) څخه ملاتړ کوي چې د هغه هیواد اوسیدونکي دي چې د بحران یا جګړې څخه اغیزمن شوي یا په هغه هیواد کې کار کوي چې د بحران یا جګړې لخوا اغیزمن شوي. هغه ښځې چې د بشري حقونو او سولې لپاره د خپلو ژمنو له امله اوس یا پخوا له داسي خطرونو سره مخامخ شوې وي او چي په پرلپسې توګه د دوی خوندیتوب او/یا د دوی کار جاری ساتلو ته ګواښ وي. له همدې امله د بشري حقونو ښځینه مدافعینو (WHRDs) عاجل ملاتړ ته اړتیا لري چې کولی شي د سولې په هڅو کې د دوی ګډون او خوندیتوب تضمین کړي. 

خوندي شبکه د مدني ټولنې سازمانونو یا برنامو تطبیقولو ته مالی تمویل نه ورکوي 

د WPHF د WHR دریڅه د خوندي شبکه (سېفټي نېټ) موخه ده چي د بشري حقونو د ښځینه مدافعینو ساتنه او خوندیتوب په لاندینیو کارونو سره پیاوړې وکری، خو تر دغو کارونو پوري به محدود نه وي: 

  • د لنډمهال لېږد لګښتونه (استوګنه، خوراک، ټرانسپورټ وغیره) 
  • د ساتنې/خوندیتوب لګښتونه (خوندي ټرانسپورټ، د خوندیتوب روزنه…) 
  • تجهیزات (موبایل، کمپیوټر، سیکیورټي سیسټم، کامرې، وغیر.) 
  • د ځان ساتنه (د ذهني روغتیا کومک، وغیره) 
  • د حقوقي مرستو 
  • د بیرته ستنیدو لګښتونه، په خپل هیواد کې د بیرته راستنیدو او بیا یوځای کیدو اسانتیا لپاره 

خوندي شبکه د مرستې اعظمی اندازه تر 10,000 امریکايي ډالرو ته رسېږي WHRDs کړکۍ د نادولتي مؤسسو شریکانو لخوا د بیاکتنې تابع)او د ملاتړ اعظمي موده 6 میاشتې ده.

د وړتیا معیارونه 

  • جنسیت: ښځو، هغه څوک چې د ښځو په توګه پیژندل کېږي، چې لیزبین، ګی، ټرانسجیندر او انټر سیکس (LGBTI) د بشري حقونو مدافعین پکې شامل دي 
  • عمر: چي 18 کلنه وي یا تر دا هم لویه وي 
  • هیواد: چي له یوې داسي سیمې څخه وي/هلته کار کوي چي له کړکېچ اغېزمنه وي. * مهرباني وکړئ د وړ هیوادونو په اړه د معلوماتو لپاره مراجعه وکړئ په: د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک د موضوعاتو لیست: S/2023/10
  • فعالیتونه: په انفرادي توګه یا له نورو سره په ملګرتیا / ایتلاف کې، په رسمي یا غیر رسمي توګه، په ځايي، ملي، سیمه ایز یا نړیواله کچه په سوله ایز ډول – د ښځو د حقونو په شمول – د بشري حقونو د ودې یا ساتنې لپاره کار وکړي.  
  • اخطارونه او خطرونه 
    • هغې ته او / یا د هغې بسته ګانو (خپلوانو) لپاره ، د هغې د فعالیت له امله اوسني یا تیر جدي امنیتي خطرونه څرګندوي ;او/یا 
    • دا په ډاګه کوي چې خطرونه داسې دي یا داسي پاته شوي دي چې د بشري حقونو او سولې په دفاع کې د هغې د ګډون د دوام وړتیا له ګواښ سره مخامخوي
  • گرانټ او موده: غوښتل شوي تمویل نشي کولی د 10,000 USD څخه زیات شي، یا د 6 میاشتو څخه زیات شي 

تاسي خپل درخواست په لاندینیو دوو طریقو کښې په یوې باندي ورکولای شئ 

افلاین:د دې فورمې د Word نسخه ډاونلوډ کولو لپاره دلته کلیک وکړئبیا یې WPHF-WHRD@unwomen.org ته ایمیل کړئ

doc icon د غوښتنلیک فورمه – خوندي شبکه Pashto

انلاین: لاندې خوندي، د معلوماتو کوډ شوی (ډیټا انکریپټډ) غوښتنلیک فورمه ډک کړئ بیا د پاڼې په پای کې د ‘سپارئ’  (submit) تڼۍ کلیک وکړئ.  

د غوښتنلیک فورمه

د غوښتنلیکونو لپاره وروستۍ نیټه شتون نلري. د WHRDs کړکۍ د غوښتنې پر بنسټ ولاړه ده او په دوامداره توګه غوښتنې مني. 

ستاسو د سپارلو وروسته، تاسو به د رسید تایید بریښنالیک ترلاسه کړئ. که ستاسو د ملاتړ غوښتنه د غور لپاره لنډ لیست شوي وي، دا به د نورو بیاکتنې لپاره د WPHF  WHRDs کړکۍ د غیر دولتي موسسو شریکانو لپاره WPHF سره شریک شي، څوک به تاسو سره اړیکه ونیسي. دوی حق لري چې اضافي پوښتنې وکړي، غوښتل شوي بودیجه تنظیم کړي، خپل معیارونه پلي کړي، او وروستۍ پریکړه وکړي. د یوې نادولتي مؤسسې لخوا تماس نیول پدې معنی ندي چې تاسو به په اوتومات ډول مرستې ترلاسه کړئ.

مهرباني وکړئ ډاډ ترلاسه کړئ چې د اړیکې معلومات چې تاسي یې چمتو کوئ د اعتبار وړ (خوندي)  دي او دا ستاسي لپاره اسانه ده چې د هغې له لارې ورسره اړیکه ونیسئ. که تاسي احساس کوئ چې تاسي په خطر کې یاست، موږ تاسي هڅوو چې یو خوندي کمپیوټر او انټرنیټ اتصال وکاروئ یا یو جلا او شخصي ایمیل اکاونټ جوړکړئ. د خوندي آنلاین اړیکو په اړه د نورو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ دا سایټ وګورئ: https://ssd.eff.org/en/module/communicating-others . موږ تاسي هم هڅوو چې دې سایټ څخه لیدنه وکړئ: https://www.accessnow.org/help/ . چي 24/7 مرستې ته په بېلابېلو ژبو کښې په انلاین د ځان خونديتوب لپاره لاسرسی ولرئ 

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې په افغانستان کې د خوندي شبکه مرستو د چمتو کولو په پروسه کې لنډمهاله ځنډ شتون لري. هغه غوښتنې چې زموږ د غیر دولتي موسسو شریکانو لخوا تصویب شوي دي به اړیکه ونیول شي. 

د WPHF  د WHRDs تمویل کړکۍ نادولتي مؤسسو شریکانو