English Français Español العربية دری
د ملګرو ملتونو او INGO پارټنرانو سره یوځای – د جګړې او کړکېچ ځپلو هېوادنو کې د بشري حقونو هغو ښځینه مدافعینو (WHRDs) سره په نږدې همکارۍ کې – د ښځو د سولې او بشردوستانه وجهي صندوق (WPHF) د تمویل دریڅه په لاره اچولې ترڅو د ساتنې مالتړ وکړي او د سولې په هڅو کې د (WHRDs) امن ګډون ته وده ورکړي.
د (WPHF) د (WHRDs) دریڅه – د INGO پارټنرانو سره په همکارئ – چټک، انعطاف منونکي تمویل او مستقیم لوژیستیکي ملاتړ چې د بحران او جګړې اغیزمنو سیمو څخه د بشري حقونو هغو ښځینه مدافعینو (WHRDs) لپاره، په ټولنه، ملي، سیمه ایز او / یا نړیواله کچه کار کوي.
د دغې دریڅه له لارې چي د انساني حقونو ښځینه مدافعینو سره مرسته کېږي په هغو کښې ښځې یا هغه چي ښځې پېژندل کېږي چي په انفرادي یا جمعی کښې/له نورو سره په ګډه، په رسمي یا غیررسمي توګه، د انساني حقونو، په شمول د ښځو د حقونو ته پراختیا ورکوي یا کار ورسره کوي، په پرامنه توګه، په ځای، ملي، سیمه ایزه او نړئ واله کچه په هغو ځایونو کښې چي جګړې او کړکېچ ځپلي وي.
*د بشري حقونو د مدافعینو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمشنر دفتر د تعریف له مخې او د راپورونو پر بنسټ A/HRC/16/44 (2010) پاراګراف 30 او A/HRC/40/60 (2019)، 12 پراګراف د بشري حقونو د مدافعینو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ، او همدارنګه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې 68/181 پریکړه لیک 2013.
د انساني حقونو ښځینه مدافعینو لپاره د WPHF تمویل دریڅه د WHRDs سره د دوو جریانونو له لارې مرسته کوي:
- ایډووکېسي سپورټ (د مستقیمې لوجسټیکي ملاتړ): د لوجیسټیکي لګښتنونو تنظیم او پوره کول (لکه ټرانسپورټ، د ویزې فیس، استوګنه، ژباړه، د روځې د ګوزارې پیسې، معلولینو WHRDs لپاره د لاسرسي مرسته) چي ګډون وکړي یا په انفرادي توګه یا په پلاوي کښې په یوې غونډې، برنامې یا پرېکړه کونکي بهیر کښې، په ملي، سیمه ایزه یا نړئ واله کچه، چي د انساني حقونو او امن راوستلو لپاره وي.
د وړتیا معیارونو چک کولو لپاره دلته کلیک وکړئ او خوندي غوښتنلیک وسپارئ.
د ایډووکېسي سپورټ جریان: اوس فعاله دی.- خوندي شبکه (انعطاف منونکی فنډ له لارې – تر 10,000 امریکایي ډالرو پورې) : چي بېړني لګښتونه ور پوره کړي لکه د ژوند لنډې چارې او د خوندیتوب لګښتونه په ګډون د (خو فقط دا نه ده): سامان او تجهیزات (کمپیوټرونه، سیکیورټي کامرې)، انټرنېټ، ځاني وزله، د حقوقی مرسته، د کډې کولو لګښتونه، او داسې نور.
د WHRDS لپاره د WPHF دریڅه په هکله د عمومي معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ له WPHF-WHRD@UNWOMEN.ORG سره اړیکه ونیسئ.
د بشري حقونود ښځینه مدافعینو او اهدافو لپاره د WPHF د مالی تمویل دریڅه په هکله د نورو معلوماتو لپاره دغه سرچینې وڅپړئ.
